Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2025

روبیو؛ د بشري حقونو پر مدافع وکیلې فرانچسکا البانزه تحریمونه وضعه کوو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د ملګرو ملتونو پر خپلواکې څیړنکې فرانچسکا البانزه چې په فلسطیني سیمو کې يې د بشري حقونو د نقض په اړه راپور چمتو کړی تحریمونه وضعه کوي.وربیو د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د البانزه سیاسي او اقتصادي جګړه نوره د زغم نه ده، موږ په ګډه له خپلو مشروعو حقونو دفاع کوو".د اسوشیټډپرس خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا داسې مهال پر البانزه د تحریمونو د وضعه کولو پریکړه کوي چې پر ملګروملتونو د واشنګټن هغوو فشارونو پایله نه ده ورکړې چې غوښتل يې هغه له دندې لیرې کړي.ایټالیوۍ فرانچسکا البانزه چې د بشري حقونو مدافع وکیله ده، په فلسطین کې يې د اسراییلو جګړه "نسل وژنه" یاده کړې ده.امریکا او اسراییلو بیا دا تورونه رد کړي دي.تیره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ یو بیان ورکړ چې په کې د البانزه د لیرې کیدو غوښتنه شوې وه.په بیان کې البانزه د "یهودیت او اسراییلو ضد" د سیاسي جګړه له کبله تورونه شوې وه.په بیان کې راغلي وه چې د البانزه تورونه د نسل وژنې په اړه سم نه دي.د اسراییلو او حماس ترمنځ د ۲۰۲۳کال په اکټوبر میاشت کې جګړه پیل شوه.تراوسه په دې جګړه کې نژدې ۶۰ زره فلسطینیان وژل شوي او غزه له بشري ناورین سره مخ ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса