Добавить новость
ru24.net
World News
Октябрь
2025

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت ته د سمدستي پاملرنې غوښتنه کړې ده

0

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش، د یاد سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو شورا، او د بشري حقونو او رسنیو د حقونو د ملاتړ یو شمیر نورو بنسټونو ته په یو سرخلاصي لیک کې، د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو پر وړاندې د فشارونو او ګواښونه د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندنه کړې او د نړیواله ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه یې کړې ده.

په لیک کې چې یوه نسخه یې د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۹مه خپره شوې، خبرداری ورکړل شوی چې لسګونه افغان خبریالان چې د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې ورسته یې پاکستان ته پناه وړې ده، اوس له خپلو کورنیو سره د نیول کېدو، شکنجې، باج اخیستنې او جبري ایستنې له خطر سره مخ دي.

په لیک کې راغلي: "ډېری افغان خبریالان په پاکستان کې له قانوني اسنادو او هیڅ ډول امنیتي تضمین پرته ژوند کوي، او د پاکستان حکومت د دوی د ویزو له تمدید څخه ډډه کړې ده."

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د سازمان مرستیال بصیر احمد دانشیار،، ازادي راډیو ته وویل چې دا لیک به د لاسلیکولو له راټولولو وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي او نورو نړیوالو ادارو ته واستول شي.

هغه زیاته کړه: "موږ ګڼ راپورونه او روایتونه لرو چې له بده مرغه زموږ هم‌ مسلکان په پاکستان کې له ډېرو سختو شرایطو سره مخ دي. موږ وغوښتل چې د هغوی غږ شو، او دا مهال مو د عدالت غوښتنې لیک چمتو کړی او ټولو خبریالانو او د خبریالانو ډلو ته مو استولی چې له پراخو لاسلیکونو ورسته به یې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د خبریالانو ټولو ملاتړو بنسټونو ته واستوو، څو اوسنی وضعیت بدل شي."

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې ډول له ملګرو ملتونو غوښتي چې د پاکستان له حکومته وغواړي چې د افغان خبریالانو د ایستنې بهیر ژر ودروي او هغوی ته موقتي استوګنه او قانوني اسناد برابر کړي.

په لیک کې همدارنګه غوښتنه شوې چې د ویزو او بشردوستانه استوګنې بهیر چټک شي، هغو خبریالانو ته چې له ګواښ سره مخ دي لومړیتوب ورکړل شي، او د نړیوالو ادارو په همکارۍ عاجلې بشري او رواني مرستې ترسره شي.

په اسلام‌اباد کې مېشت یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:"په وروستیو میاشتو کې وروسته له دې چې د استوګنې ویزې تمدید نه شوې، او اوس د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له امله، د افغانانو د نیولو بهیر په دې ښار کې زیات شوی دی. دا حالت د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د هغو خبریالانو لپاره ډېر ستونزمن دی چې له افغانستان څخه راغلي دي. له یوې خوا د پولیسو له‌خوا د نیونې او ایستنې وېره، او له بلې خوا د کډوالۍ د کیسونو د پروسس ځنډ، دې ټولو خبریالانو لپاره جدي اندېښنې جوړې کړي دي."

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د سازمان (AMSO) په وینا، ډېری افغان خبریالان په پاکستان کې نورو هیوادونو ته خپل د پناه غوښتنې د کیسونو د ځواب په تمه دي، خو وايي د دوی اقتصادي او رواني حالت ډېر خراب شوی دی.

مخکې له دې هم یو شمیر نړیوالو ادارو، لکه د بې‌ پولې خبریالانو سازمان (RSF) او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ)، د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

د راپورونو له مخې، له هغه مهال راهیسې چې د پاکستان حکومت د افغانانو د استوګنې د ویزو د تمدید لړۍ درولې ده، د بې‌ اسناده افغانانو د نیولو او افغانستان ته یې د ایستنې بهیر چټک شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سی ار) د شمېرو له مخې، له اپرېل میاشتې څخه د سپتمبر لومیو پورې، پاکستان له پنځه لکه او ۵۴ زرو ډېر افغان کډوال له هغه هیواده اېستي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса