Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2025

ترکیې د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او ګڼو چارواکو د نیولو جلب ورکړی

0

ترکیې د نسل وژنې په تور د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په شمول د څو اسراییلي چارواکو د نیولو جلب ورکړی.

د استانبول د څارنوالۍ دفتر د جمعې په ورځ په یوه بیان کې د ټولټال ۳۷ اسراییلي چارواکو یادونه کړې چې پکې پر صدراعظم سربېره، دفاع وزیر، د ملي امنیت وزیر او د پوځ لوی درستیز شامل دي.

په بیان کې راغلي دا کسان "د غزې د خلکو په وړاندې د اسراییلو د سیستماتیکو جنایتونو" لپاره له تعقیب سره مخ دي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار دغه تورونه په کلکه رد کړي او دا یې "د ترکیې د دیکتاتور رجب طیب اردوغان لخوا تبلیغاتي اقدام" بللی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په وار وار د اسراییلو کړنې "نسل وژنه" بللې او د اسراییلو صدارعظم یې له هټلر سره پرتله کړی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса