ملګري ملتونه : افغان ښځو ته دې په ټولنه کې د ګډون حق ورکړل شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما ټینګار کړی چې افغان ښځو ته باید په ټولنه کې د ګډون د حق د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي.
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځنۍ کمپاین په پنځمه ورځ یوناما نن په یو بیان کې وايي هیڅ هیواد د ښځو په منزوی کولو پرمختګ نه شي کولای.
