روسي مرکچي د فلوریدا د تیرې شپې خبرې ( رغوونکې) بللې دي
د اوکراین د جګړې په چارو کې د روسیې ستر مرکچي کیریل دیمیتريف په متحده ایالتونو کې د تیرې شپې خبرې " رغونکې" بللې دي.دیمیتریف، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سلاکار هم دی، ویلي چې خبرې پرون پېل او ټاکل شوې سبا هم دوام ولري.خبرې د فلوریدا په میامي ښار کې ترسره کېږي.د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر هم په خبرو کې ګډون لري.دا په اوکراین کې د روسیې د ناموجه جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هڅو تازه ګام دی.ټرمپ په نومبر کې پر اوکراین فشار پیل کړ او د سولې په برخه کې یې ۲۸ ماده ییز پلان وړاندیز کړ، خو منتقدان وایي، دا وړاندیز تر ډېره د روسیې په ګټه دی.
