UNDP: د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې ډیری بنسټیز تاسیسات د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره رغول شوي دي
د ملګروملتونوپراختیایي پروګرام،UNDP وايي، د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې ویجاړشوي ډیربنسټیزتاسیسات رغول شوي چې لسګونو زره کسان ورڅخه ګټه پورته کوي. دې پروګرام د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان لپاره د مرستو، کارموندنې اوحیاتي زیربناوو له پروګرام سره د جنوبي کوریا د مرستو پرمټ له ۵۴۰۰ زیات کسان ګومارل شوي و چې په زلزله ځپلو سیمو کې د پاک کارۍ چارې مخ ته یوسي ترڅو مهمې عامه زیربناوې ورغول شي اوخلک ورته لاسرسی پیداکړي. د دې پروګرام په وینا د دغو هڅو په نتیجه کې د اوبو سیسټمونه، د اوبو لګولو کانالونه او سړکونه رغول شوي چې درې نیم لکه کسان ورڅخه ګټه پورته کوي. د ملګروملتونو دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د تیرکال د اګست په ۳۱مه شوې زلزلې، ټولنو ته ډیرزیانونه رسولي و، ډېری کورنیو خپلو کلیو ته نږدې په لنډمهالو سرپناوو کې اړولي و تر څو کلي کوریې له خاورو او کثافاتو پاک او کورونه یې بېرته د اوسېدو لپاره خوندي شي.