Добавить новость
ru24.net
World News
Март
2026

ولې په یوشمیر ښوونځیو کې زده کونکي د سپورټ درسي ساعت په ټولګي کې تیروي؟

0

د پلازمېنې کابل په ګډون د ځینو ولایتونو زده کوونکي او ښوونکي په خپلو ښوونځیو کې د ورزشي اسانتیاوو د نشتوالي له امله شکایت کوي.

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د هلکانو د لیسې یو ه ښوونکي ګلاب شاه د یکشنبې په ورځ «د حمل په ۹مه» ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دې اسانتیاو د نشتوالي له امله زده کوونکو ته یوازې په نظري ډول درس ورکوي: "زموږ په ښوونځي کې د ورزش لپاره اسانتیاوې نشته، یعنې ښار کې دومره اسانتیاوې نه لرو، ولسوالیو کې بیا یوازې د لوبو د میدان په کچه امکان شته، خو زده کوونکي د اقتصادي کمزورۍ له امله ورته هغه ورزشي لباس نه شي برابرولی او نه شي کولای هلته لوبې وکړي، موږ د سپورت ساعت کې ورته په نظري ډول درسونه وایو، مثلاً د کرکټ، د فوټبال او والیبال په هکله؛ ځکه عملي (اسانتیاوې) خو نشته."

دی ټینګار کوي، هغه زده کوونکي چې عملي ورزشي فعالیتونه کولای شي، د نورو په پرتله فعال او درسونو کې تکړه وي.

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د چهل ګزیو سیمې اوسېدونکی او د اووم ټولګي زده کوونکی عدنان بیا وایي که څه هم د دوی په لیسه کې لویه او پراخه سیمه شته خو ورزشي فعالیتونو ته چمتو نه ده او په خبره یې، دی او نور ټولګيوال یې له کوره د کرکټ لوبې وسایل راوړي او کرکټ کوي:

ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "موږ له خپل کور نه بال او بېټ یوسو، بیا هلته پرې لوبه کوو، خو کله (دا ساعت) وي او کله نه وي، (د سپورت) یو ځانګړی استاد لرو، کرکټ او والیبال کوو، خو موږ مکتب کې چمن نه لرو، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته ورزشي امکانات برابر کړي."

خو دا ستونزه یوازې ولایتونو او ولسوالیو کې یې نه ده بلکې ان د پلازمېنې کابل د ځینو ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي یې هم مطرح کوي.

د کابل ښار د نجونو د ښوونځي یوې ښوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ممکن محدود هلکان زده کوونکي وکړای شي له ښوونځي بهر عملاً د خپلې خوښې او علاقې وړ ورزشي لوبې تعقیب کړي خو په خبره یې، نجونې او ښځینه ښوونکې بیا د طالبانو د حکومت لخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله دا چانس نه لري:

"دا ستونزه له پخوا موجوده وه، خو هغه مهال نجونو کولای شول د ښوونځي له ساحې بهر مثلا ځینو جیمونو کې ورزش وکړي، خو اوس ښځو او نجونو ته ورزش محدودی شوی، ښوونځیو کې کله چې د سپورت درسي ساعت وي، یوازې د وخت تېرول دي او درس په کې نه وي، ښوونکي ځي او دې ساعت کې زده کوونکي بوختې ساتي، ازموینه کې بیا ډېرو محدودو ښوونځیو کې د فوټبال او والیبال په اړه یو څو لنډ سوالونه له زده کوونکو کېږي، نور دې ساعت کې خاص څه نشته."

دا ښوونکې چې له کابو ۱۵ کلونو راهیسې په بېلابېلو ښوونځیو کې د استادۍ او مدیریت تجربه لري، وایي په ډېری ښوونځیو کې او د تېر جمهوري نظام راهیسې د ورزشي اسانتیاوو او د مناسب چاپېریال د نشتوالي ستونزه موجوده ده.

د بلخ ولایت د مزارشریف اوسېدونکې او د شپږم ټولګي زده کوونکې سمیه هم ورته خبره کوي:

"زه ورزش سره ډېره علاقه لرم خو زموږ په ښوونځي کې د وزرش وسایل او چاپېریال برابر نه دي، بهر هم ورزش نه شم کولای، موږ نجونې ورزش سره ډېره لېواتیا لرو او زما خپله فوټبال ډېر خوښ دی، هلکان کولای شي بهر جیم او کلپونو کې ورزش وکړي،خو نجونې یې نه شي کولای، موږ غواړو چې (ښوونځي کې) موږ ته دا امکانات برابر شي."

د ورزش د برخې ځینې پوهان بیا د ماشومتوب او ښوونځي دورې ورزش د زده کوونکو د فزیک او ذهنيت لپاره مهم بولي.

له دې ډلې د ورزشي برخې پوه وصال صافي ازادي راډیو ته وویل:

"که چېرې ښوونځیو کې له لومړي تر دولسم ټولګیو ماشومان یا زده کوونکي هغه ورزشي لوبې چې دوی ورسره علاقه لري پیل کړي، دا ورته ډېر مهم دي خصوصا چې له ماشومتوبه یې شروع کړي، ورزش د دوی ذهنیت، فکر، عضلاتو او بدن لپاره ډېره مرسته کوي، دوی ته ذهني او بدني قوت ورکوي، دوی چې څو له دولسم ټولګي فارغېږي خپل د خوښې ورزشي برخه کې یې ډېر څه زده کړي هم وي، هغه نجونې چې کورونو کې دي هغوی دې خپل ورزش ته کورونوکې د ځینو ورزشي حرکتونو په ترسره کولو دوام ورکړي، ځکه ورزش د روغتیا لپاره ډېر مهم دی."

هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو زده کوونکو او ښونکو د شکایتونو او غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نظر هم ولرو، خو ویاند یې منصور احمد حمزه د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځيو کی د نجونو د زده کړو تر څنګ، د ښځو او نجونو په ټولو ورزشي فعالیتونو او لوبغالو او کلپونو ته د دوی پر تګ هم بندیز لګولی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса