Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

د اذربایجان په یوه روغتیايي مرکز کې اورلګېدنې۲۴تنه مړه کړي

0
نن سهار د اذرباييجان د پلازمېنې باکو د نشه يانو د درمنلې په يوه مرکز کې د اورلګېدو په نتيجه کې٢۴ تنه مړه شوي دي.


د اذرباييجان د روغتيا وزارت چارواکو وويل چې ٣ کسان د ټپونو له کبله بستر شوي دي.


چارواکي وايي ٣۴ نور کسان ژغورل شوي دي.


که څه هم د اورلګېدنې علت نه دى معلوم، خو د لويې څارنوالۍ، روغتيا، کورنيو چارو او اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارتونو په اعلاميه کې ويل شوي چې شک کېږي د اورلګېدو علت به د برېښنا په سيستم کې کومه نيمګړتيا وه.


بلخوا د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت ويلي، اور وژل شوى او وروسته به په دې اړه نور جزئيات ورکړي.


تر دې مخکې چارواکو په دې پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېر تر دې زيات ښوولى و.


د اذرباييجان يوه خبري اژانس په لومړيو کې دغه شمېر ٣٠ تنه ښوولى و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса