Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

په پاکستان کې نن شنبه د هغه هېواد د سنا مجلس انتخابات دي

0
په پاکستان کې نن شنبه د هغه هېواد د سنا مجلس انتخابات دي.


پاکستاني قانون جوړوونکي په څلورو ایالتي پارلمانونو کې په پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا، بلوجستان او هم د هغه هېواد په مرکزي پارلمان کې د ۵۲ سناتورانو د انتخابولو لپاره خپلې رأیې کاروي.


د پاکستان د سنا مجلس لپاره ۱۳۰ تنه نوماندان دي.


د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون جمعه لارښوونه کړې چې د رأیې ورکولو پر وخت، د موبائل ټيلیفونونو کارول ممنوع دي.


د پاکستان د سنا مجلس انتخابات د دغه هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف د ګوند لپاره یوه لویه ننګونه بلل شوې ده.


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د مسلم لیګ نون ګوند د مشر په توګه، د نواز شریف نوماندي رد کړه او ویې ویل چې ددې ګوند هغه قانون جوړوونکي چې د مارچ د درېیمې نېټې یا نننیو انتخاباتو کې د ګډون غوښتونکي وي، باید د خپلواک کاندید په توګه برخه واخلي.


د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جولای میاشت کې نواز شریف په اداري فساد کې د لاس لرلو په تور، د صدارت له څوکۍ سلب صلاحیت کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса