Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

چارواکي: په کونړ کې ۴ وسله‌وال مخالفین او یو محلي پولیس وژل شوي

0
د کونړ د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، د دوشنبې د ورځې په سهار د مرورې ولسوالۍ د بچې په امنیتي پوستو وسله‌والو طالبانو ډله‌ییز برید کړی چې په‌کې د جګړې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کونړ د امنیه قوماندانۍ مرستیال محمد زمان عیار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په ګڼ شمېر کې وسله‌والو مخالفینو د مرورې ولسوالۍ اړوند د بچې په سیمه کې د محلي پولیسو په پوستو برید کړی چې هلته د پرتو افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او برید کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دی وایي په دغه برید کې د مخالفینو څلور کسان وژل شوي او درې نور ټبیان دي او وايي چې په یاده نښته کې یو محلي پولیس وژل شوی او یو ټپي دی چې ډاکترانو د ټپي روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.


تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د یاد برید په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса