Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

جنوبي او شمالي کوریا د خبرو لپاره د سرمشریزې د جوړولو موافقه کړې

0
جنوبي کوریا وایي، له شمالي کوریا سره یې موافقه کړې چې د اپرېل د میاشتې په وروستیو کې د خبرو لپاره یوه سرمشریزه جوړه کړي.


د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر نن سې شنبه وویل چې دواړو هېوادونو دغه راز سلا کړې چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ یوه مستقیمه ټیليفوني اړیکه پرانيستل شي.


د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار چونګ یو یونګ وویل، د جنوبي او شمالي کوریاوو درېیمه سرمشریزه به د اپرېل په وروستیو کې په پانمونجوم کې وشي.


دا هغه د اوربند کلی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلکې امنیتې پولې ته څېرمه پروت دی. 


چونګ دغه راز وویل چې شمالي کوریا دا ژمنه هم کړې چې د خبرو په جریان کې به د خپلو اټمي او میزایلو ازموینې دروي.


دغه څرګندونې څوساعته وروسته له هغې کېږي چې د چونګ په مشرۍ یو پلاوی په یوه نادر سفر کې له شمالي کوریا بېرته سیول ته راوګرځېد.


د جنوبي کوریا دې پلاوي په دې سفر کې د شمالي کوریا له مشرکیم جونګ اون سره هم وکتل.


دواړو رقیبو کوریاګانو په دې وروستیو کې د اړیکو د رغولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.


که دغه مشریزه غونډه ترسره شي، دا به د کوریا ترجګړې وروسته چې په ۱۹۵۰ کې شوې وه او درې کاله یې دوام وکړ، د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ درېیمه غونډه وي چې ترسره کېږي.


مخکنۍ دوه نورې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۷ کلونو کې شوې وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса