Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

چارواکي: ډېر ژر به د کابل ـ کندهار لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه شي

0
د غزني ولایت چارواکي وایي، ډېر ژر به د کابل ـ کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شي.


د غزني د والي مرستیال عارف واحدي آزادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر تر ژمنې وروسته به دوی د معترضانو مړي ښخ او وسایطو ته به د تګ راتګ اجازه ورکړي، خو وایي چې د تحصن خیمې به یې د قضیې تر څېړلو پورې ولاړې وي.


دا اعتراضونه د تېرې جمعې په ورځ وروسته له هغه پیل شول چې نامعلومو وسله والو کسانو چې ویل کېږي د امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی وو، قره باغ ولسوالۍ په شیرآباد سیمه کې د یوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل، یوه مېرمن یې ټپي کړه او دوه تنه یې له ځانه سره یوړه.


ولسمشر اشرف غني تېر ماښام د دغو اعتراض کوونکو له مشرانو سره په ټلیفوني خبرو کې ژمنه کړې چې په اوو ورځو کې به د دې پېښي عاملان نیسي او تښتول شوي کسان به ترې ژغوري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса