Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

په ارزګان کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې یوه مېرمن وژل شوې

0
په ارزګان کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې یوه مېرمن وژل شوې او درې پولیس ټپیان شوي دي.


د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرخان بارکزي نن جمعه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو تر منځ دا خپلمنځي نښته تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په مرکز کې شوې چې تر لفظي شخړې وروسته پولیسو خپل منځ کې پر یو بل د ټوپک خولې ور اړولي او ډزې یې کړي چې پر مهال یې یوه مېرمن په خپل کور کې د یادو پولیسو په مرمۍ لګېدلې او ژوند او ساه یې ورکړې او همداراز درې پولیس ټپیان شوي دي.


د چورې ولسوال امین الله خالقي بیا وايي، د سیمه اییزو او ملي پولیسو ترمنځ دې خپلمنځي جګړه کې یوه مېرمن وژل شوې او یوازې یو پولیس ټپي شوی چې د پېښې عاملین نیول شوي دي.


د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو ځواکونو له پولیسو سره نښته کړې وه چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса