Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

هندوستان او فرانسه د اټمي انرژۍ یوه ستره بټۍ جوړوي

0
هند او فرانسیې خپلو کې د هند په سمندر کې د پوځي همکاریو د پراخولو او د اټمي انرژۍ د یوې سترې بټۍ د چټکې جوړونې تړون لاسلیک کړی دی.


د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټمي انرژۍ د تاسیساتو د جوړونې دا تړون مهم بلل کېږي.


تمه ده چې دا تاسیسات به د هند په لوېدیځ جیتپور کې جوړ شي چې څه کم ۱۰ زره میګاواټه برښنا به تولیدوي.


منتقدین وايي، هغه سیمه چې دا اټمي بټۍ پرې جوړېږي، زلزله لرونکې سیمه ده.


د پوځي همکارۍ هغه تړون چې نن په نوي ډیلي کې د هند صدراعظم نریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ترمنځ لاسلیک شو، له مخې به یې دواړه هېوادونه خپلې سمندرې اډې د یو بل جنګي بېړیو ته پرانیزي.


د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د جمعې په ورځ د یو څلور ورځني سفر په مخه هندوستان ته رسېدلی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса