Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

دفاع وزارت: په تېرو۲۴ساعتونو کې ۱۷۱وسله وال مخالفین وژل شوي

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو سيمو کې د پوځي عملياتو له کبله ١٧١ ترهګر وژل شوي دي.


دغه وزارت وايي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢۴ ساعتونو کې شوي او په وژل شويو کې د داعش ډلې ٦ تنه غړي هم شامل دي.


دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په لغمان، کاپيسا، غزني، پکتيکا، کندهار، زابل، ارزګان، فراه، بغلان، فارياب، کندز او هلمند ولايتونو کې شوي دي.


اعلاميه زياتوي چې په دې موده کې ١٢٦ نور وسله وال ټپيان شوي او ١١ مشکوک کسان نيول شوي دي.


په اعلاميه کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.


د دولت کومې مخالفې ډلې يا هم خپلواکو سرچينو د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса