Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

په کيوبيا کې نن یکشنبه پارلماني انتخابات کېږي

0
په کيوبيا کې نن یکشنبه خلک د پارلمان د نويو غړو د ټاکلو لپاره خپلې رأيې کاروي.


دا په داسې حال کې ده چې تر دغو ټاکنو يوه مياشت وروسته د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات کېږي.


دا د ولسمشرۍ لومړني داسې انتخابات دي چې په تېرو نېږدې شپږو لسيزو کې د کاسټرو کورنۍ په کې ونډه نه لري.


د ملي اسمبلۍ د اکثريت څوکيو لپاره هغه کسان کانديدان دي چې د ځواکمن کمونېست ګوند غړي دي.


تر نيمايي زيات کانديدان ښځې دي.


نوې ټاکل شوې ملي اسمبلۍ به دنده لري چې د اپرېل مياشتې په ٣١ مه د دغه هېواد هغه شورا وټاکي چې مشر به يې په اتوماتيک ډول د کارابين ټاپوګانو د دغه هېواد ولسمشر شي.


راول کاسټرو اعلان کړى چې دى به د جمهوري رياست انتخاباتو ته ځان کانديد نه کړي، خو تمه کېږي چې دغه ۸۶ کلن سياستوال به د کمونېست ګوند په مشرتابه کې پاتې شي.


تمه کېږي چې مرستيال ولسمشر ۵۷ کلن ميګويل دياز کانيل به د کيوبيا نوى ولسمشر شي.


راول کاسټرو د خپل مشر ورور فيډل کاسټرو تر مړينې وروسته، په ٢٠٠٦ میلادي کال کې د کيوبا ولسمشر شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса