Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

روسیې د خنجر په نوم یو چټک توغندی ازمویلی دی

0
روسيه وايي، په بريا يې يو "هايپر- سونيک" توغندی وازمايه چې ولسمشر ولاديمير پوتين څو ورځې مخکې ادعا کړې وه چې سرعت يې د غږ تر سرعته ۱۰ برابره چټک دى.


د روسيې دفاع وزارت نن یکشنبه وويل، د کينژال يا «خنجر» په نوم دغه ميزايل له يوې ميګ ٣١ ډوله الوتکې د روسيې له يوې جنوبي ساحې وتوغول شو.


د وزارت له خوا په يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې دوه پيلوټان د دې الوتنې لپاره ځانونه چمتو کوي، بيا د هغې جټ الوتکې خوا ته ځغلي چې يو لوى ميزايل لېږدوي.


کينژال له هغو ميزايلو دى چې ولسمشر ولاديمير پوتين ۱۰ ورځې مخکې خپل ملت ته په وينا کې د هغه يادونه وکړه.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناويرت وويل، د روسيې د جمهوري رياست د انتخاباتو له نېږدې کېدو سره پوتين يقيناً د خلکو له اذهانو سره لوبه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса