Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

برېتانیا کې پر روسي جاسوس د زهرجنې مادې د برید مسئله څېړل کېږي

0
ټاکل شوې ده چې د برېتانیا د ملي امنیت شورا نن دوشنبه غونډه وکړي او او د دې هېواد په سالیسبوري ښار کې پر یو پخواني روسي جاسوس او د هغه پر لور د زهرجنې مادې د برید مسئله وڅېړي.


د برېتانیا صدراعظمه تېریزامې به د لوړو پوړو وزیرانو ددې غونډې مشري وکړي.


په غونډه کې به د ۶۶ کلن روسي سیرګي سکریپال او د هغې پر ۳۳ کلنې لور یولیا سکریپال د شوي برید په اړه د څېړنو تازه جزیات وړاندې شي.


چارواکي وايي، پلار او لور لا هم په روغتون کې په ناوړه، خو باثباته وضعيت کې دي.


دا پخوانی روسی جاسوس د مارچ په څلورمه د برېتانیا سالیسبوري ښار کې د خپلې لور سره په یوې زهرجنې مادې ککړ شوی او له هماغه وخته په روغتون کې دي.


هغه پولیس افسر چې سکریپال ته ورغلی و، هم سخت ناروغ بلل شوی دی.


په دې اړه د تېرو اتو ورځو راهېسې څېړنې روانې دي، خو په برید کې د کارول شوې زهرجنې مادې څرنګوالی لا هم نه دی په ډاګه شوی.


د برېتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، د زهرجنو موادو په وسیله دا برید داسې ښکاري چې دولتي ملاتړ دې ولري.


نوموړې زیاته کړې، دوی تمه لري چې د برېتانیا صدراعظمه به ډېر ژر په دې اړه بیان ورکړي او که چېرې کرملین ته ګوته ونه نیسي، دا به د تعجب خبره وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса