Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

اتریش کې د ایران د سفیر له کوره بهر یو کس په ډزو ووژل شو 

0
د اتریش پولیس وايي، د دې هېواد په پلازمېنه ویانا کې د ایران د سفیر له کوره بهر هغه مهال یو کس په ډزو ووژل شو چې نوموړی له چړې سره په ساتونکي برید وکړ.


د ویانا د پولیسو ویاند هارالډ سیوروس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دا ۲۶ کلن بریدګر وروسته له هغې چې د سفیر د کور مخې ته په خوندي غرفه کې د ناست ساتونکي له‎خوا پرې ډزې وشوې، ځای پر ځای وژل شوی دی.


د پولیسو په وینا دا برید چې تېره نیمه شپه د استوګنې په یوه سیمه کې شوی دی، په‎کې ساتونکی هم پر مټ ټپي شوی دی.


دم‎ګړۍ د بریدګر انګېزه نه‎ده معلومه.


د استرالیا د دفاع وزارت ویاند ویلي، داسې نښې نښانې شته چې ساتونکي د اصولو په چوکاټ کې چلند کړی دی.


بریدګر په ویانا کې اوسېده، خو په اصل کې د اتریش د ټایرول سیمې اوسیدونکی ښودل شوی دی.


د ویانا پولیس وايي، تر پېښې وروسته یې دغلته د ډیپلوماټیکو د نماینده ګیو شاوخوا امنیتي تدابیر زیات کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса