Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

روسیې، ایران او سوریې ته د امریکا خبرداری!

0
متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې که روسیه، ایران او د سوریې حکومت د ملګرو ملتونو په منځګړتوب تائید شوی اوربند له پامه وغورځوي نو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له کبله د بشري فاجعې د ختمولو لپاره به اقدام وکړي.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي تېره شپه د امنیت شورا غونډې ته وویل هغه اوربند چې امنیت شورا دوې اوونۍ مخکې تصویب کړ ناکام شوی دی او متحده ایالات د یوه نوي دېرش ورځني اوربند طرح وړاندې کوي چې د دې په وینا د ترورېزم ضد عملیاتو په نوم تشه به ونه لري او له پامه غورځول به یې د سوریې د رژیم او نورو لپاره ګران وي.


مېرمن هیلي د بشاراسد پر حکومت او د ده پر متحدانو- روسیې او ایران تور ولګاوه چې د دې تشو د رامنځته کولو په پلمه دمشق ته نېږدې د غوطې سیمې د خلکو د لوږې د دوام او د سلګونه زره بېګناه ملکي وګړو د ځپلو باعث کېږي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د فبروري په ۲۴مه د دېرش ورځني اوربند له اعلان وروسته په غوطه کې هوايي حملو، د هاوانونو او توپونو ډزو او پوځي عملیاتو نور زور اخیستی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса