Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

د هانک کانګ ماتې افغان کرکټ ټیم بل پړاو ته وایست

0
د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي لوبو په دوام د نیپال او هانک کانګ د پرونۍ لوبې نتیجې افغانستان ته یو ځل بیا دا موقع په لاس ورکړه چې د دې لوبو بل پړاو ته پر مخ ولاړ شي.


په دې پړاو کې به د افغانستان لوبه د پنجشنبې په ورځ له ویست انډیز سره د زېمبابوې په پلازمېنه هراره کې وي چې د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیلېږي.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، په زېمبابوې کې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې له څلورو لوبو څخه درې وبایللې او یوه‌یې وګټله او خپل امید یې تقریباً له لاسه ورکړی و.


ځکه چې که پرونۍ لوبه هانک کانګ چې افغانستان‌یې مخکې مات کړی و، ګټلې وی، نو افغانستان هېڅ چانس نه‌درلوده.


د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه د نړیوال جام د غوراوي د لوبو راتلونکي پړاو ته د ملي لوبډلې د لارموندنې خبر تأیید کړی دی.


افغانستان په بي ګروپ کې و، او اوس به له زېمبابوې او سکاټلنډ سره یوځای د شپږو غوره لوبډلو په پړاو کې په نړیوال جام کې د ګډون په هیله لوبه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса