Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

ایراني چارواکو د ترکیې د لوېدلې جټ الوتکې تور بکس موندلی

0
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد چارواکو د ترکیې د هغې شخصي جټ الوتکې تور بکس ترلاسه کړی چې د مارچ په ۱۱مه د ایران په جنوب لوېدیځ کې لوېدلې وه.


د الوتکې ټول ۱۱ سپاره په پېښه کې وژل شوي دي.


د ایرنا دولتي خبري اژانس وايي، د دوشنبې په ورځ‌یې د شهر کرد ښار څنډه کې د الوتکې د سپرلیو ۱۰ جسدونه موندلي دي.


د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، دا الوتکه د ایران په هوايي حریم کې د خرابې هوا له کبله، له یوه غره سره لګېدلې ده.


د ترکیې رسنیو ویلي، په دې پېښه کې د یوه ترکي سوداګر حسین بشران ۲۸ کلنه لور مینه بشران، د هغې اووه دوستان او د الوتکې درې تنه عمله وژل شوي دي.


مینه بشران د خپل واده د چمتووالي په جشن کې له دبۍ استانبول ته په لاره وه چې له دې پېښې سره مخ شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса