Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

د «CIA» مشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټاکل کېږي

0
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر مایک پامپیو د رکس ټېلرسن پر ځای د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکي.


پامپیو د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د «سي. ای. اې» د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.


ډونالد ټرمپ دغه اعلان نن د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې کړی دی.


 



په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي چې ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له ټېلرسن غوښتي و چې استعفا وکړي.


ټېلرسن چې د افریقا په سفر وتلی و د دوشنبې په ورځ دغه سفر نیمګړی پرېښود او بېرته واشنګټن ته ستون شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса