Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

«م.م»: طالبان دې د افغان حکومت پیشنهاد پرته له قید او شرطه ومني

0
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې په اړه د افغان حکومت پیشنهاد پرته له قید او شرطه ومني.


د امنیت شورا په اعلامیه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوې راغلي چې د دې شورا ټول غړي له طالبانو سره د خبرو په اړه د افغانستان د حکومت له پیشنهاد ملاتړ کوي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا شل ورځې وړاندې د کابل کانفرانس په دوهمه غونډه کې طالبانو ته د سولې خبرې پیشنهاد کړې.


په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د افغانستان له دولت سره د سولې خبرو ته کیني.


طالبانو تر اوسه پورې په رسمي ډول د افغان حکومت د سولې پیشنهاد ته ځواب نه دی ویلی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса