Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

لاوروف: مسکو به بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي

0
د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د جمعې په ورځ وویل، مسکو به د بریتانيې له‎خوا د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په عکس‎العمل کې بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي.


د بریتانيي او روسيې ترمنځ دا ډیپلوماتیکه شخړه په بریتانیه کې دې یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومولو له امله چې لندن وايي، د سړې جګړې د وخت اعصاب فلجونکي موادو څخه په‎کې کار اخېستل شوی، راپورته شوې ده.


خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په قزاقستان کې خبریالانو ته پهخبرو کې دا ونه ویل چې روسیه به کله او څومره بریتانوي ډیپلوماتان وباسي.


بریتانیا وايي، روسیه د ۶۶ کلن پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د ۳۳ کلنې لور د وژلو د هڅې تر شاه ده.


سکریپال او لور ېې د مارچ په څلورمه نېټه د بریتانيې په جنوب کې په بې هوښه حالت کې وموندل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса