Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

مسؤلین: راتلونکي انتخابات ښایي د راروان کال د تلې په میاشت کې وشي

0
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، راتلونکي انتخابات به ښایي د راروان کال د تلې په میاشت کې ترسره شي.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د عملیاتو د برخې مرستیاله وسیمې بادغیسي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو دقیقه نېټه به ډېر ژر اعلان شي.


ټاکل شوې وه چې دغه انتخابات د راتلونکي ۱۳۹۷ کال د سرطان د میاشتې په ۱۶مه ترسره شي، خو د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو له دې مخکې هم د دغو انتخاباتو د ځنډېدو خبره کړې وه.


په عین حال کې ولسي جرګې نن دوشنبه خبرداری ورکړ چې نور د انتخاباتو ځنډېدل ورته د زغملو نه‌دي او راتلونکې اوونۍ به پر دې مسئلې د خبرو لپاره د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وروغواړي.


د انتخاباتي چارو یو شمېر څارونکو بنسټونو هم ویلي چې د انتخاباتو لپاره د تیاریو پڅو هڅو ته په پام سره، نه‌ښایي چې دغه انتخابات دې په خپل وخت ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса