Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

مصري پوځ په تېرو ۵ ورځو کې ۳۶ مشکوک سخت دریځي وژلي

0
د مصر پوځ وایي چې امنیتي ځواکونو یې په تېرو پنځو ورځو کې په سینا ټاپو وزمه کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په وړاندې په تصفیوي عملیاتو کې ۳۶ مشکوک سخت دریځي وژلي دي.


پوځ نن دوشنبه په خپره کړې اعلامیه کې دغه‌راز ویلي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې، ۳۴۵ مشوک سخت دریځي توقیف شوي دي.


وروسته له هغې چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تېره میاشت په سینا کې د داعش د ځپلو لپاره درې میاشتې وخت وټاکه، د دې هېواد پوځ دغه عملیات پیل کړل.


د روانې میاشتې په انتخاباتو کې السیسي ځان کاندید کړی دی.


له کله چې د السیسي په مشرۍ پوځ پخوانی اسلامپال ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۳ کال کې له قدرته لیرې کړ، له هغه مهاله د دې هېواد پر امنیتي ځواکونو هغه جهادي ډلې حملې کوي چې په دې وروستیو کې له اسلامي دولت نومې ډلې سره یوځای شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса