Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

فاریاب: په خواجه سبزپوش او خان چهارباغ کې یو شمېر طالبان وژل شوي

0
د فاریاب چارواکي د دې ولایت په خواجه سبزپوش او خان چهارباغ ولسوالیو کې د یو شمېر وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو او نیول کېدو خبر ورکوي.


د فاریاب امنیه قوماندان عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل، درې وسله‌وال طالبان پرون دوشنبه د ورځې ناوخته په خواجه سبزپوش کې د پولیسو او د ولسي پاڅون کوونکو په کمین کې ووژل شول او دوه تنه‌یې ټپیان شول.


د یورش په وینا د پولیسو په یوه بل کمین کې د دې ولایت په خان چهارباغ ولسوالۍ کې څلور وسله‌وال طالبان ونیول شول چې د ملا محمد صالح په نوم د هغوی سرګروپ هم په‌کې شامل دی.


د امنیه قوماندان په خبره دغو وسله‌والو غوښتل چې له جوزجانه خپل ټپیان د دې ولسوالۍ لور ته ولېږدوي.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса