Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

پاکستان وايي کابل ته د صدراعظم د سفر په اړه له پوځ سره مشوره کوي

0
پاکستان وایي، مخکې له دې چې د افغان ولسمشر هغې بلنې ته ځواب و وايي چې د خبرو لپاره‌یې کابل ته د دې هېواد د صدراعظم د سفر لپاره کړې، له سیاسي او پوځي مشرانو سره په دې اړه سلا او مشوره کوي.


ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته د بلنې تر څنګ وړاندیز وکړ چې له افغانستان سره دې د دوو دولتونو په کچه خبرې وکړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل چې سیاسي او پوځي مشران‌یې مخکې له دې چې د صدراعظم شاهد خاقان عباسي لپاره د یوه وړاندیز طرحه چمتو کړي، په محتاطانه ډول پر دغې بلنې غور کوي.


د روان میلادي کال له پیل راهیسې پر پاکستان د امریکا فشارونه زیات شوي چې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې په څېر د ترهګرو او ورانکارو ډلو په وړاندې جدي اقدام وکړي.


د پاکستان یوه صدراعظم وروستی ځل په ۲۰۱۵ کې له افغانستان څخه کتنه کړې وه او اوسنیو شرایطو ته په پام سره کابل ته د ښاغلي عباسي کېدونکی سفر ډېر مهم بلل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса