Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

اسرئیل وايي، د سوريې مشکوک اټمي ریکټور یې له منځه وړی

0
د اسائیلو پوځ د لومړي ځل لپاره دا ومنله چې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې يې د سوريې مشکوک اټمي ریکټور له منځه وړی و.


پوځ ویلي دي په دغه هوايي برید سره يې د اسرائلو پر وړاندې لوی ګواښ له منځه یوړ او دا نورو ته یو پیغام و.


د اسرائیلو دا خبرداری ایران ته چې په سوریه کې خپل پوځي نفوذ زیاتوي، اشاره بلل کېږي.


اسرائیلو تر دې مخکې په سوریه کې او په ځانګړي ډول د دې هېواد په هغو سیمو کې چې اسرائل ته نېږدې دي، د ایران د پوځي خوزښتونو له امله تهران ته خبرداری ورکړی دی.


د اسرائیلو د پوځ مشر ویلي دي د ۲۰۰۷ کال برید یو پیغام و، نن هم پیغام دی او په راتلونکې کې به هم زموږ پیغام وي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса