Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

جرمني یو افغان پناه غوښتونکی په عمري بند محکوم کړ

0
نن په جرمني کې یوه پناه غوښتونکي ته د عمر بند سزا ورکړل شوه، ويل کېږي دا سړی افغان دی.


حسین د یوې نوولس کلنې جرمنۍ پیغلې ماریا په وژنې تورن پېژندل شوی دی.


د جرمني په جنوب لوېدیځ ښار فرایبورګ کې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۶ د یوې نجلۍ مړی د درایزم سیند په غاړه وموندل شو.


وژل شوې نجلۍ نوولس کلنه وه او ماریا لدېنبرګر نومېده.


پولیسو د دې قضیې په تور حسین ونیوه چې ویل کېږي افغان پناه غوښتونکی دی او له یونان څخه جرمني ته تللی و.


حسین ته نن په فرایبورګ ښار کې یوې محکمې د قضیې د شدت په خاطر د عمر بند سزا ورکړه.


که څه هم د محکمې حکم وروستی نه دی او حسین د استېناف غوښتنه کولای شي خو خلک نن په محکمه کې خوشاله شول.


حسین لومړی خپل عمر ۱۷ کاله ښودلی وو خو له څېړنو وروسته معلومه شوه چې د پېښې په وخت ۲۲ کلن و او دا یې منلې چې نشه و، په ماریا یې جنسي تېری کړی او تر زندۍ کولو وروسته یې سیند ته غورځولې وه.


ماریا په داسې حال کې د یوه پناه غوښتونکي په لاس ووژل شوه چې هېواد یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې نېږدې دوو میلیونو پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса