Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

جرمني له افغانستان سره د خپلو همکاریو په اړه ډاډ ښودلی

0
د جرمني چارواکو د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار سره په کتنه کې له افغان حکومت سره د ترويستانو پر وړاندې په مبارزه کې د خپل هېواد د اقتصادي او امنیتي همکاریو ډاډ ورکړی دی.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنيف اتمر د جرمني د صدراعظمې د ملي امنيت له سلاکار جان هيکر سره په کتنه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې د جرمني ځواکونو له همکاریو ستاينه وکړه او د افغان پوليسو د ظرفيت لوړولو په برخه کې يې د جرمني مرسته ډېره مهمه وبلله.


د ملي امنيت شورا اعلاميه د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له قوله لیکي چې وايي، د جرمني د ځواکونو د شمېر زیاتولو پرېکړه پر ځای ده او دا یې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې يو مهم ګام وباله.


د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر پرون د دې سفر پر مهال د جرمني د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره هم وکتل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса