Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

د سوریې له غوطې سیمې نه د احرار الشام ډلې وسله وال ووتل

0
د سوريې د ختیخې غوطې له یوه ښارګوټي څخه حکومت ضد وسله وال یاغیان ووتل او سیمه يې د سوريي پوځ ته وسپارله.


له هرستا ښارګوټي څخه د احرار الشام ډلې د وسله والو وتل د روسيي په منځګړتوب د شوې معاملې له مخې ترسره کېږي.


دا تحول په ۲۰۱۶ مېلادي کال د سوريې د حلب ښار تر جګړې وروسته د سوريې د حکومتي ځواکونو ستر بری بلل شوی دی.


له هرستا ښار څخه په ۳۰ بسونو کې څه د پاسه یو نیم زر کسان چې وسله وال او د هغوی کورنۍ وې، وتلي دي.


د سوريي د حکومت ملاتړې شیعه وسله والې ډلې حزب الله وویل چې یو نیم زر وسله وال او د هغوي د کورنیو ۶ زرو غړیو موافقه وکړه چې له سیمې ووځي.


دمشق ته نېږدې په غوطه کې سیمه کې د حګړو له امله څه د پاسه یو نیم زر کسان وژل شوي دي او دا جګړې د سوريې د ۷ کلن کورني جنګ تر ټولو خونړۍ بلل شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса