Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

نېکلسن: روسیه وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي

0
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او حتې دې ډلې ته وسلې ورکوي.


جنرال جان نېکلسن له بي بي سي سره په مرکه کې وویل ده په افغانستان کې د روسانو بې ثباته کونکي فعالیتونه لیدلي دي.


د نوموړي په وینا روسي وسلې د تاجکستان د پولې له لارې طالبانو ته قاچاق کېږي.


خو جنرال نېکلسن دا نه دي ویلي چې په کومه اندازه روسي وسلې طالبانو ته ورکول کېږي.


روسيې تر دې مخکې د امریکا دا ډول ادعاګانې رد کړي دي.


طالبانو ته د روسيي لخوا د وسلو ورکولو موضوع بیا په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د مسکو او ناټو ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса