Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

په هرات کې د شیعه ګانو یوه جومات مخې بم چاودنې یو تن وژلی

0
په هرات کې د شیعه ګانو یوه جومات مخې ته نن یکشنبه په بم چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان دي.


د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل چې دغه چاودنه نن غرمه د لمانځه د اداکولو په مهال د نبي اکرم پر جومات وشوه.


تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.


په هرات کې دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې د نوروز په ورځ په کابل کې د شیعه ګانو یوه زیارت ته نېژدې په ځان وژونکې حمله کې چې مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه اخېستی، ۳۳ کسان ووژل شول او له ۵۰ زیات ټپیان شول. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса