Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

يو شمېر سوداګر وايي مالونه د حامد کرزي هوايي ډګر په ګمرک کې بند دي

0
يو شمېر افغان سوداګر په انتقاد سره وايي چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې یې مالونه د حامد کرزي هوايي ډګر په ګمرک کې بند پاتې دي.


دغه سوداګر چې شمېر یې ۳۰ کسانو ته رسېږي ګواښ کوي چې که د دوی ستونزه ژر تر ژره هواره نه‎شي نو په لاریون به لاس پورې کړي.


د دغو سوداګرو د استازي داوود عثماني په خبره، په دغه مالونو کې د تنباکو محصولات شامل دي.


خو د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو يو مکتوب چې ازادي راډیو ته رسېدلې په‎کې راغلي چې د تنباکو په محصولاتو کې باید د خطرونو تصویري او تحریري علایم په رسمي ژبو هک شوي وي چې د دغو علایمو نه موجودیت له امله دغو محصولاتو ته د دخول اجازه نه ورکول کېږي.


خو دغه سوداګر وايي چې په محصولاتو کې یې د خطر علایم په انګلیسي ژبه هک شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса