Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

چارواکي: د ارزګان په چورې کې ۹ وسله وال او یو سرتېری وژل شوي

0
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې تېره شپه د بریدونو او نښتو په ترڅ کې ۹ وسله وال طالبان او د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي او ۱۱ وسله وال طالبان او د ملي اردو ۷ سرتېري ټپيان دي.


د چورې ولسوال امین الله خالقي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو چې شمېریې شااوخوا ۱۵۰ تنو ته رسېده، تېره شپه د دغې ولسوالۍ په قلعه راغ سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستې ډله ییز برید وکړ.


نوموړی وايي، افغان سرتېرو د وسله والو طالبانو دغه بریدونه په شاتمبولي او د وسله والو طالبانو ۲ جسدونه هم د جګړې په سیمه کې پاتې دي.


ښاغلي خالقي دغه راز وویل چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې د پولیسو پر هاموی ټانک د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې په نتیجه کې یې یوازې څو پولیس ټپیان شوي دي.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса