Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

د کرکټ افغان لوبډله سبا خپل هېواد ته راستنېږي

0
تمه ده چې سبا سې شنبه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې له بریالي ګډونه وروسته د دغو سیالیو له جام سره هېواد ته راستنه شي.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې ښه ونه‌ځلېده، خو د شپږو غورو لوبډلو په پړاو کې یې بیا خپل ټول سیالان مات او وتوانېده چې نړیوال جام ته لار پیدا کړي.


د کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په پای‌لوبه کې وېسټ انډيز ته په ماتې ورکولو سره، د دغو سیالیو اتلولي هم په خپل نوم کړه.


نړیوال جام ته د افغان لوبډلې وتل او د غواروي پړاو سیالیو اتلولي د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه او ټاکل شوې چې هېواد ته د ملي لوبډلې راتګ هم په شاندارو مراسمو ولمانځل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса