Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

بریتانیا له یو شمېر هېوادونو د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو هرکلی وکړ

0
بریتانیا د یوه روسي جاسوس د مسمومولو له امله د نړۍ له مختلفو هېوادونو د لسګونه روسي ډیپلوماتانو د ایستلو هرکلی وکړ او هغه‌یې یو مهم پړاو وباله.


خو روسیې هغه د امریکا د متحده ایالاتو د زیات فشار نتیجه بللې ده.


په همغږۍ سره د ډیپلوماتانو دغه ایستل د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په پېښه کې چې تور یې پر روسیې پورې شوی، په عکس‌العمل کې شوي دي.


پرون دوشنبه د ۲۲ دولتونو له‌خوا لږ تر لږه ۱۱۶ روسي ډیپلوماتانو ته د وتلو امر شوی دی.


نن سې شنبه هم ایرلنډ اعلان وکړ چې یو روسی ډیپلومات له خپلې خاورې باسي.


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن په ټایمز ورځپاڼه کې ولیکل چې پخوا هېڅکله هم دومره ډېرو هېوادونو د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو لپاره ګډه پرېکړه نه‌وه کړې.


جانسن دغه اقدام د روسیې پر استخباراتو یو بل ګوزار وباله چې د ده په وینا، دا به کلونه وخت ونیسي چې بېرته ځان احیا کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса