Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سې شنبه کابل ته راورسېده

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام د غوراوي لپاره د زېمبابوې د سیالیو د اتلولۍ په خپلولو سره، نن سې شنبه کابل ته راستنه شوه.


د کرکټ ملي لوبډلې د هرکلي لپاره په کابل کې یو لړ مراسم په پام کې نیول شوي دي.


د ازادي راډيو خبریال وایي چې د کابل له هوایي ډګره د افغانستان تر راډیو ټلویزیونه پورې چې په پام کې ده دغه مراسم په‌کې ترسره شي، د لارې په دواړو غاړو کې خلک خوښي کوي او ډولونه وهل کېږي.


په دغو ۵۰ اوریزو سیالیو کې چې د زېمبابوې په پلازمېنه هراره کې پیل شوې وې، افغانستان له وېسټ انډیز، شمالي ایرلنډ او متحده عربي اماراتو لوبې وګټلې.


له افغانستان سره وېسټ انډیز هم د ۲۰۱۹ میلادي کال نړيوال جام ته چې په وېلز او انګلستان کې ترسره کېږي، ووت.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса