Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

مټېس: د روسي جاسوس مسمومېدل په اروپایي هېوادونو کې نفاق اچول دي

0
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، په بريتانیا کې د پخواني روسي جاسوس مسمومول په اروپايي هېوادونو کې د بې‌اتفاقۍ او بد ګومانۍ اچولو په هدف د مسکو د پټو عملیاتو برخه ده.


یوه ورځ وروسته له هغې چې د نړۍ ۲۷ هېوادونو د روسيې ۱۴۴ ډیپلوماتان او مشکوک جاسوسان وویستل، جېمز مټېس پرون سې شنبه په واشنګټن کې وویل، د سرګي سکريپال او د هغه د لور په مسمومولو کې د روسيې د نه‌لاس لرلو په اړه د ولسمشر ولاديمیر پوتین څرګندونې جدي نه‌بلل کېږي.


ناټو هم اعلان کړی چې په بروکسل کې يې د دې تړون له مرکزي دفتر څخه د ۷ روسي ډیپلوماتانو د ویستلو پرېکړه کړې ده.


روسیه بیا په بريتانیا کې د پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو په پېښه کې لاس لرل رد کړي او پر متحده ایالاتو يې تور لګولی چې پر هېوادونو يې د روسي ډیپلوماتانو د ویستلو لپاره فشار راوړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса