Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

پاکستان او چین طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د پېشنهاد هرکلی وکړ

0
پاکستان او چین طالبانو ته د افغان دولت د سولې له پېشنهاده هرکلی کړی او په افغانستان کې يې د سولې او ثبات لپاره د خپلو همکاریو ژمنه کړې ده.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د تاشکند د کنفرانس پر مهال ویلي دي چې پر طالبانو باید مشترک فشارونه راوړل شي څو دا ډله تاوتریخوالی بند کړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.


د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نن په پیکېنګ کې خبریالانو ته وویل، هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او نړیوال باید د سولې او له ترورېزم او نشه‌یي موادو سره د مبارزې په لړ کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.


د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له پېشنهاد نه ملاتړ وکړ او پر طالبانو يې غږ وکړ چې له نړیوال ترورېزم سره اړیکې پرې کړي او پرته له قید او شرط نه له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса