Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

د هلمند د پرلت غړو د نه‌خوړلو اعتصاب وکړ

0
د هلمند د پرلت غړو د نه‌خوړلو اعتصاب وکړ.


د لښکرګاه د پرلت نارینه او ښځینه ګډون کوونکو له دې امله د نه‌خوړلو اعتصاب وکړ چې تر اوسه‌یې د اوربند په اړه د حکومت او طالبانو نه مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.


که څه هم تېره ورځ وسله‌والو طالبانو په یوه پیغام کې د لښکرګاه د پرلت د ګډون کوونکو نه وغوښتل چې د دوی پر ځای دې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره خبرې وکړي چې د سولې د بحث لپاره له وسله‌والو سره کېني، خو د دې پرلت د ښځو د برخې یوې مسئولې حسینې احساس وویل تر هغو به د دې په‌شمول سلګونه ښځې او ځوانان خواړه ونه‌خوري چې د جګړې دواړه لوري لمړی اوربند او بیا سوله ونه‌کړي.


دغه حرکت د تېرې جمعې د ماښام تر هغه ځانمرګي برید وروسته پیل شو چې د لښکرګاه په لمړۍ حوزه کې د غازي محمد ایوب خان د لوبغالي مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ۱۶ ملکي کسان ووژل شول او ۵۲ نور ټپیان شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса