Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

د اسرائيل د ټانک ډزو يو فلسطينى کروندګر وژلى

0
فلسطيني چارواکي وايي نن جمعه د اسرائيل د ټانک په ډزو يو کروندګر وژل شوى او بل تن ټپي شوى دى.


 


دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيل سرحد ته څېرمه د فلسطينيانو د پلان شويو اعتراضونو په درشل کې کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.


 


د اسرائيل پوځ د وروستۍ پېښې په اړه له تبصرې ډډه وکړه او وايي په دې اړه جزئيات څېړي.


 


په غزه کې د روغتيا وزارت يوه وياند وويل، دغه بزګر په خان يونس ښارګوټي کې وژل شوى او بل تن ټپي شوى دى.


 


په غزې تاړانګه کې فلسطينيان په پام کې لري چې د اسرائيل سرحد ته نږدې د شپږو اوونيو لپاره اعتراضونه پيل کړي.


 


دوى غوښتنه لري هغې سرحدي سيمې ته چې اسرائيلي پوځيان په کې په لوړو احضاراتو کې دي، فلسطيني کډوالو ته دې د ستنېدو اجازه ورکړل شي.


 


د دغو اعتراضونو غوښتنه د فلسطين افراطي ډلې حماس کړې، چې پر غزې تاړانګه کنټرول لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса