Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

هاشمي: د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د ميزان پر ٢٨مه کېږي

0
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش اعلان کړ.


د دې نوي مهالوېش له مخې به دغه انتخابات د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي.


د دغه کمېسيون يوه غړي حفيظ الله هاشمي نن جمعه ازادي راډيو ته وويل:


"يوې تخنيکي ډلې د انتخاباتو پر مهالوېش کار وکړ چې نه بدلېدونکى وي، کمېسيون هم هغه تأييد کړ، د نوي مهالوېش له مخې به دغه ټاکنې د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي."


تر دې مخکې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د سرطان ١٦مه ټاکل شوې وه.


دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت مشرانو په وار وار ټينګار کړى چې دغه انتخابات به پر وخت کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса