Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

چارواکي: په بدخشان کې د ۲ چینایي اتباعو په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي

0
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د دوو چینایي اتباعو په ګډون ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي. 


د دغو چارواکو په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جرم ولسوالۍ په فرغامیرو او آب راغک سیمو کې افغان ځواکونو عملیات تر سره کړي دي.


د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، د کوکچه ۱۸ په نوم عملیاتو کې ۱۳ تنه وسله وال مخالفین ټپیان شوي هم دي.


د ښاغلي رضایي په خبره، په جرم ولسوالۍ کې څو کلي له وسله والو مخالفینو تصفیه شوي دي.


 که څه هم افغان چارواکي وایي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی، خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په جرم ولسوالۍ کې د دوی کسان نه، بلکې ملکي وګړي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса