Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

افغان حکومت د وسلو د خرڅلاو په اړه د کابلوف نظر دروغ وباله

0
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امنیتي ځواکونو د وسلو د خرڅلاو په تړاو د روسي چارواکو نظرونه د دروغ او ګنګوسې بولي.


د کورنیو چارو وزارت د پالېسۍ معینیت مرستیال شاه ولي صافی وايي، د افغانستان په هېڅ کومه سیمه کې د داسې پېښې بېلګه نه ده لیدل شوې.


دی وایي:


"دا کاملاً کاذب نظر دی، زموږ امنیتي ځواکونو که وسلې پلورلای، دومره قربانۍ یې نه ورکولې، دا د منطقې سیاست دی چې خپل حریف باید بدنام کړي، دغسې یو مثال هم نه لرو، په هېڅ ځای کې."


د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، د افغان ځواکونو وسلې ثبت دي او په دې برخه کې ښه شفاف حساب موجود دی.


د افغانستان لپاره د روسيي ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو له قوله ویلي چې وسله وال طالبان له افغان ځواکونو څخه د خپلې اړتیا وړ وسلې پیري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса