Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

ارزګان کې طالبانو د مخابراتي شبکو ۹ انتنونه سوځولي

0
د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۹ انتنونه سوځولي چې ورسره سم مخابراتي شبکو هم خپل فعالیتونه په ټپه درولي دي.


د ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ د لویې لارې پرسر مرچې سیمه کې د بېلابیلو مخابراتي شبکو دغه ۹ انتنونه له تېرو دوو ورځو راهیسې سوځولې دې.


نایاب وایې، په سوځول شویو مخابراتي انتنونو کې ۴ د افغان بیسم، دوه د اتصالات او درې یې د روشن مخابراتي شرکت اړوندې دي.


نوموړی وايي، که څه هم له دې وړاندې یادو شرکتونو په دغه ولایت کې په ۲۴ ساعتونو کې ۶ ساعته فعالیت درلود، خو په خبره يې چې اوس يې ټول فعالیتو په ټپه درولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса