Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې لسګونو ځایي اوسېدونکو لاریون وکړ

0
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ او اسعداباد ترمنځ دلارې په اوږدو کې د امنیتي ستونزو د لېرې کولو په خاطر لاریون وکړ.


لاریون کوونکي وايي، څو کاله وشول چې د دوی سیمې ته په غځېدلې لار وسله وال طالبان په موټرو ډزې کوي او یاهم د سرک پر سر د خلکو نیونې او وژنې کوي.


لاریون کوونکو وویل چې په ناړۍ کې زرګونه دولتي سرتېري پراته دي چې دوی ته په یاده لاره کې د شته امنیتي ستونزو په وجه، خوراکي او نور توکي نه رسېږي او همدا راز که کوم دولتي مامور درخصتۍ په نیت کور ته ځي، نو په سرک کې د وسله والو مخالفینو له خوا یا نیول کېږي او یاهم وژل کېږي.


دوی له دولته وغوښتل چې څومره ژر چې کېدای شي، باید د ناړۍ او اسمار ولسوالیو ترمنځ دغځېدلي سرک په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو پټن ځایونه او مورچې له منځه یوسي، څو یاده لاره د هر چا د تګ او راتګ جوګه شي او په خبره یې، که غوښتنې یې ونه منل شي، نو دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.


د کونړ چارواکي بیا د دغو ستونزو د لېرې کولو او څېړلو لپاره له امنیتي ارګانو تر منځ د غونډو او په اړه یې د اقداماتو ډاډ ورکوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса