Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

له امریکا څخه ایستل شوي ډیپلوماتان نن مسکو ته ورسېدل

0
هغه روسي ډيپلوماتان چې په بريتانیا کې د روسیې د یوه پخواني جاسوس د مسمومولو د قضیې په تړاو له متحدوایالاتو څخه ایستل شوي، نن یکشنبه په دوو الوتکو کې مسکو ته ورسېدل.


د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکوي چې په واشنګټن کې د روسیې د سفارت ۴۶ کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي په لومړۍ الوتکه او په سیاتل کې د روسیې د جنرال قونسلګرۍ ۱۴ کارکوونکي په دوهمه الوتکه کې مسکو ته ورسېدل.


د امریکا متحدایالاتو ۶۰ روسي ډيپلوماتانو ته د وتلو امر کړی او په سیاتل کې د روسیې قونسلګري یې بنده کړې ده.


دا اقدام د هغو غبرګونونو یوه برخه ده چې یوشمېر هېووادونو د مارچ په څلورمه د بريتانیا په سالیزبوري ښار کې د یوه روسي استخباراتي مامور سرګي سکریپال او د هغه د لور له مسمومېدو وروسته د روسیې په وړاندې تر لاس لاندې نیولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса